IQNA

د حجاب نړیواله ورځ ؛ نړیوال پیوستون  او د توپير تجروبه

6:39 - February 02, 2026
د خبر لمبر: 3492394
ایکنا - د فبرورئ دمیاشتې لومړۍ نېټه دستر یا حجاب په مناسبت ددرناوي  او  توپیر په ضد  د حجاب نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

 ایکنانیوز د القاهره ۲۴ له قوله راپور راکړ، د نړۍ په کچه د حجاب نړیواله ورځ  د فبروري په لومړۍ نېټه لمانځل کېږي. دغه  ورځ د هغو ښځو د ستاینې لپاره په پام کې نیول شوې ده چې حجاب  یا ستر انتخابوي او د ښځو د ازادۍ او د خپل هویت د څرګندولو حق ته توجه ورکوي.

د حجاب نړیوالې ورځې د تاسیس مفکوره په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه؛ کله چې یوې مسلمانې ښځې چې په متحده ایالاتو کې اوسېده، دا ورځ ونمانځله او له ښځو ئې غوښتنه وکړه چې یوه ورځ حجاب واغوندي او د حجاب لرونکو ښځو د تجروبې په اړه د پیوستون  او پوهاوي  اظهار وکړي.

د حجاب یا ستر نړیواله  ورځ د تمدنونو او دینونو ترمنځ د زغم او متقابل پوهاوي ارزښتونه دودوي، د حجاب په اړه د غلطو انګېرنو د سمولو لپاره د خبرو اترو دروازې پرانیزي او د دې لپاره یو فرصت دی چې د ښځو  د خپل  انتخاب او د باورونو په ازادئ سره  او  له توپیر پرته ددغه کار د ترسره کولو حق  ته ئې درناوی وشي.

ډېرې نړیوالې موسسې او  اورګانونه  د حجاب  له نړیوالې  ورځې سره سم مختلف فعالیتونه ترسره کوي. په دغو  فعالیتونو کې کلتوري سمینارونه، هنري نندارتونونه او ټولنیزو بحثونو  منظمول شامل دي، چې د حجاب لرونکو ښځو کیسې او تجروبې وړاندې کوي. دا کار د سولې او همغږۍ د ملاتړ لپاره او د خلکو ترمینځ د بحثونو  له پراختیا سره  مرسته کوي.

سره له دې چې د حجاب نړیواله  ورځ پراخ شهرت لري، د دې پیښې بنسټ کیښودونکې ټینګار کړی چې هدف ئې د منفي  لیدتوګو  بدلول  دي. هغه یادونه کړې چې دا نوښت د هغې  له شخصي تجروبې څخه سرچینه اخلي چې په متحده ایالاتو کې د حجاب له  امله ئې توپیري چلندونه او د خولې شخړې تجروبه کړي دي.

حجاب  نړیواله  ورځ یوه داسې ورځ ده چې د هغو ښځو لپاره د ملاتړ او پیوستون هار کولو فرصت وړاندې کوي چې د حجاب په دلیل له توپير سره مخ دي. دا ورځ همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې یوه مهمه پیښه ګرځیدلې ده، چې په کې له ۱۹۰ زیاتو هیوادونو ښځې برخه اخلي.

ډېرې حجاب لرونکې ښځې  دې ورځې له لمانځلو  څخه د خپلو کیسو او تجربو شریکولو لپاره استفاده کوي او تاییدوي چې حجاب یو شخصي انتخاب دی چې د باور او هویت نښه ده او د  بشپړ درناوي حق لری.

https://iqna.ir/fa/news/4331733

captcha